غزني ښار کې د پنځو بېلا بېلو سړکونو د توپوګرافي سروې چارې پای ته ورسیدې
۱۴۴۵/۱۲/۲۶
غزني ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نور ولي بلال متقي وایي، له پلازمېنې کابل څخه راغلي محترم تخنیکي ټیم، د غزني محترمې ښاروالۍ او د دغه ریاست د انجنیرانو په ملتیا یې د غزني ښار کې د پنځه سړکونو د توپوګرافي سروې چارې بشپړې کړې.
ښاغلی مولوي نور ولي بلال متقي وایي، د یاد پنځه سړکونو په جوړېدو سره به غزني ولایت کې د ښاریانو ستونزې حل او د تګ راتګ په مهال به د وخت له ضیاع سره نه مخامخ کېږي.
د کور او ښار جوړولو وزارت د ټول هېواد په کچه د بنسټیزو چارو د ترسره کولو په موخه بېلا بېلې سروې ترسره کوي او د پلان له مخې یې د پلي کېدا لپاره اړوندو ادارو ته سپاري، چې بیا د خپلو پلانونو له ښه تطبیق څخه څارنه کوي