د ښاري پروژو د ډيزاين او ترميم د حق الزحمه د تعديل په اړه بحث وشو
![picture](/sites/default/files/2022-09/whatsapp_image_2022-09-13_at_3.31.55_pm.jpeg)
16/02/1444
د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست محترم مولوي حمدالله نعماني د دغه وزارت د تخنیکي برخو له مسوولینو سره په کتنه کې د ښارجوړولود پروژو، د زړو ښارونود ساتلو، د حق الزحمه د طرحې او د بودیجې د تعدیل په اړه بحث او نظرونه تبادله کړل.
په دې ناسته کې د انجینرۍ او ښاري خدمتونو د تادیاتو د پروسې، د توپوګرافیک سروې، د زړو ښارونو د پروژې (تاریخي ابداتو)، د ښاري زیربنایي تاسیساتو د ډیزاین، د استوګنې د ټولنیزو او اقتصادي مطالعاتو او د غیر پلان شویو سیمو د خدماتو د ښه والي په اړه خبرې وشوې.
د يادې شوې غونډې برخه والو خپل نظرونه او وړانديزونه د اړوندو برخو د تعديل په اړه مطرح کړل.
د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست محترم مولوي حمدالله نعماني وویل، دغه قانون به د ښاري پروژو د ډیزاین، د زړو ښارونو د ترمیم او ساتنې له لارې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د مکلفیتونو له مخې ملي عواید پیاوړي کړي.