راتلونکې اونۍ په دامان ولسوالۍ کې د بې سرپناه کورنیو لپاره د ښارګوټي چارې پیلېږي

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۴ - ۱۳:۱۲
qandahar

۱۴۴۵/۱۲/۲۷

دایمي اوسېدو لپاره د ځمکو د وېش کمېټې خپله لسمه ناسته وکړه، چې په کې د کندهار په دامان ولسوالۍ کې د بې سرپناه کورنیو لپاره د ښارګوټي جوړولو په تړاو په بېلا بېلو موضوعاتو خبرې وشوې او نظرونه شریک شول.

لومړی د اوبو او انرژۍ وزارت د محترمو استازو له لوري د کندهار په دامان ولسوالۍ کې د ترځمکې لاندې اوبو د کیفیت او کمیت په تړاو د ترسره شوو مطالعاتو په اړه وضاحت ورکړ، چې په خبره یې یاده سیمه کې تر ځمکې لاندې اوبه د څښاک لپاره مناسبې او تر ځمکې لاندې له ۳۵ تر ۴۰ مترو پورې اوبه ورکوي.

د یادې کمېټې مشر او د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني، د اوبو او انرژۍ محترم وزارت د مطالعاتو موندنو تر اورېدو وروسته په کمېټه کې شاملو وزارتونو او ادارو ته دنده وسپارله چې هر لوری خپل – خپل کارونه ترسره کړي.

په پام کې ده، چې راتلونکې اونۍ به د کندهار په دامان ولسوالۍ کې د بې سرپناه کورنیو لپاره د ښارګوټي د خط اچونې لړۍ پیل شي، هوار کاري به ترسره شي او د څښاک اوبو د ترلاسه کولو لپاره به لومړني اقدامات پیل شي.

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني ټینګار وکړ، چې عملي اقدامات دې په چټکۍ پیل او په کم وخت کې دې ښارګوټی د ژوند کولو لپاره چمتو شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۳:۴۴
Background image

په پغمان ولسوالۍ کې د تېلو پمپ د پروژې تخنیکي سروې بشپړه شوه

۱۴۴۸/۲/۱۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ‌ای ‌اېس ریاست تخنیکي ټیم د کابل ولایت، پغمان ولسوالۍ د قرغې عمومي سړک پر غاړه د یوه باب د تېلو پمپ د جوړېدو لپاره د ساحې توپوګرافي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۱:۱۵
Background image

د فاریاب ولایت د خواجه موسی ولسوالۍ د تفصیلي پلان سروې او توپوګرافي پیل شوه

۱۴۴۸/۲/۱۲

د فاریاب ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د خواجه موسی ولسوالۍ د تفصیلي پلان د سروې او توپوګرافۍ د ترسره کولو په موخه یادې ولسوالۍ ته سفر وکړ.

د سروې د عملي چارو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۰:۲۰
Background image

د نوي کابل ښار په اډانه کې، د صنایع سبز  صنعتي ښارګوټي په پروژه کې د غیرپلاني ودانیزو فعالیتونو مخنیوی وشو

۱۴۴۸/۲/۱۱

د کور او ښار جوړولو وزارت، د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي محترم لوی ریاست اړوند، د ښاري تخلفاتو د مخنیوي محترم ریاست تخنیکي ټیمونو، د نوي کابل ښار د ده‌سبز سیمې په. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

9 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت