په پیروزي ښارګوټي کې د ۱۵ بابه نمونه‌يي استوګنیزونو واحدونو د بنسټ ډبره کېښودل شوه

Nasiri_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۴/۷ - ۹:۳۷
کابل

د ښارجوړولو او ځمکو وزير محترم محمود کرزي نن یکشنبه د ۱۴۰۰ لمريز کال د چنګاښ مېاشتې په ۶ مه نېټه د کابل په ده سبز ولسوالۍ کې په پیروزي ښارګوټي کې د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو د شهیدانو کورنۍ لپاره د ۱۵ بابه نمونه‌یي استوګنيزو واحدونو د بنسټ ډبره کېښوده.

په دې مراسمو کې د مسکن معین پوهنمل عزیز احمد ګلستاني، د وزارت مقام سلاکارانو، د پیروزي ښارګوټي پروژې امر ديپلوم انجنير عبیدالرحمن حق یار او يوشمېر نورو چارواکو ګډون کړی و.

دا استوګنيز نمونه‌يي واحدونه درې، څلور او پنځه اتاقه دي چې په يو او دوه پوړونو کې په پاخه او عصري ډول جوړيږي.

د ويلو ده چې په پیروزي پروژه کې ۲۵۲۷ نمره ځمکې د خلکو او ۱۱۸۶ نمره ځمکې د پوهنې وزارت ښوونکو لپاره ويشل شوې دي او همداراز ښارجوړولو او ځمکو وزارت د جمهوري ریاست عالي مقام د هدایت له مخې د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو د شهیدانو کورنيو لپاره د څه باندې ۲۵۰۰ د استطاعت وړ استوګنیزو واحدونو د انجنيرۍ کارونه بشپړ کړي دي.

ښاغلی مولوي حمدالله نعماني

 

۱ کال 5 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
wazir-image-new

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۳۱ - ۱۵:۲۲
Background image

په سرپل ولایت کې د سړکونو د جغل اچونې له چارو څارنه وشوه

۱۴۶۶/۱۰/۲۲

د سرپل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس داملا محمد نور نوراني وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيم په ښار کې د سړکونو د جغل اچونې له چارو څارنه وکړه.

ښاغلي ملا. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۳۱ - ۱۰:۲
Background image

په میدان وردک کې د ښاری تخلفاتو مخنیوی وشو

۱۴۴۶/۱۰/۲۲

د کور او ښار جوړولو وزارت له ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، د تخلفاتو مخنیوي ټیم یې میدان وردک ولایت کې د دغه ولایت د کور او ښار جوړولو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۳۱ - ۸:۲۷
Background image

په پنجشیر کې د افغانستان بانک د اداري تعمیر له رغنیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۶/۱۰/۲۲

د پنجشیر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس انجنیر محمد فهیم نورزاد وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيم د افغانستان بانک د اداري تعمیر له رغنیزو چارو څارنه وکړه.

ښاغل. . .

BACK TO NEWS