په لغمان کې څه باندې ۱۹۹ زره جریبه دولتي ځمکه ثبت شوه

Nasiri_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۲/۲۰ - ۸:۲۹
لغمان

ښار جوړولو او ځمکو وزارت په هېواد کې د ځمکو بانک برنامې د پلي کېدو پر مهال، د لغمان ولایت اړوندو سېمو په ۳۷۳ قطعو کې،  ۱۹۹ زره او ۲۳۱ جریبه دولتي ځمکه او ملکیتونه سروې او ثبت کړي دي.

له دې شمېر څخه، ۱۸۳ زره او ۶۰۰ جریبه سپینه دولتي ځمکه او پاتې، ۱۵زره او ۶۳۱ جریبه د دولت تر استفادې لاندې عامه ملکیتونه دي چې د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ثبت شوي دي.

ښار جوړولو او ځمکو وزارت تر دې دمه، د هېواد ۳۲ ولایتونو په ۷۱۱۰ قطعو کې،  ۷ مېلیونه ۱۲۰ زره او ۷۸۷ جریبه دولتي ځمکه او ملکیتونه د حکومت پرمختیایي او اقتصادي پلانونو تطبیق په موخه سروې، نقشه او ثبت کړي دي.

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

2 اونی 2 ورځې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
د کور او ښار جوړولو وزارت

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۵ - ۱۶:۳۹
Background image

د نیله باغ استوګنیزې پروژې د چارو پرمختګ په اړه خبرې وشوې

۱۴۴۷/۰۲/۱۲

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني، په خپل کاري دفتر کې د چین د نیمه‌ دولتي ساختماني شرکت ایم سی سی ۱۹ له رئیس ښاغلي لی لونګ سره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۵ - ۱۶:۳۲
Background image

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست وزیرد مسکن معینیت له بېلابېلو څانګو لیدنه وکړه

۱۴۴۷/۰۲/۱۲

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیرالحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني د مسکن، ودانیزو چارو او برنامو د پراختیا معین محترم مولوي گل زرین صابر او د یو شمېر رئیسانو په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۵ - ۱۳:۳۷
Background image

د کابل ژوبڼ د پراختیا په موخه د لوړپوړو چارواکو ګډه ناسته ترسره شوه

۱۴۴۷/۰۲/۱۲

د امیرالمؤمنین حفظه‌الله د حکم پر بنسټ، د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني په مشرۍ، د کابل ښاروالۍ، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت،. . .

BACK TO NEWS