د کابل ژوبڼ د پراختیا په موخه د لوړپوړو چارواکو ګډه ناسته ترسره شوه

۱۴۴۷/۰۲/۱۲
د امیرالمؤمنین حفظهالله د حکم پر بنسټ، د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیبالله حیات حقاني په مشرۍ، د کابل ښاروالۍ، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت، د مالیې وزارت، عدليې وزارت، کورنیو چارو وزارت، او د ملي چاپېریال ساتنې ادارې د استازو ترمنځ ګډه غونډه ترسره شوه.
په دې غونډه کې، د تېرې ناستې د پرېکړو او پرمختګونو په تړاو محترم وزیر او نورو ګډونوالو ته لازم معلومات وړاندې شول، او د هغو سیمو په اړه تفصیل شریک شو چې د کابل ژوبڼ د انتقال لپاره تر بحث لاندې دي.
په غونډه کې پرېکړه وشوه، چې د کور او ښار جوړولو محترم وزیر به د یو ګډ پلاوي په ملتیا، د اوسني ژوبڼ ترڅنګ د کابل قرغې سیمه، نوی کابل ښار، او نور د پام وړ ځایونه له نږدې وګوري، او تر کتنې وروسته به د ژوبڼ د انتقال او پراختیا لپاره وړاندیز د امیرالمؤمنین حفظه الله محترم حضور ته وړاندې شي.
دغه راز، محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، له کابل ښاروالۍ او د اراضۍ له ادارې وغوښتل چې د موجوده ژوبڼ شاوخوا ځمکې برخلیک او اندازه معلومه کړي، چې څومره ساحه پخوا استملاک شوې او څومره ځمکه لا هم د استملاک اړتیا لري.
ښاغلي وزیر ټینګار وکړ، چې څومره ژر چې کېدای شي باید د امیرالمؤمنین حفظه الله حکم عملي شي او یاد ژوبڼ پراخ او په چارو کې یې پرمختګ رامنځته شي.
یاده ناسته د ښاري پلانونو، چاپېریال ساتنې، او د عامه خدمتونو د ښه والي په موخه یو مهم ګام و، چې د یو پراخ، عصري او معیاري ژوبڼ د جوړېدو زمینه به برابره کړي.
اوسنی کابل ژوبڼ، نه یوازې د تفریح ځای دی، بلکې هر کال زرګونه محصلین د علمي سفرونو لپاره او د ښوونځیو زده کوونکي د تفریح او معلوماتو ترلاسه کولو لپاره ورځي.