د ننګرهار د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست اداري کمپلکس رغنیزې چارې پایته ورسېدې

ناپیژنده (not verified)
پنجشنبه ۱۳۹۹/۵/۱۶ - ۸:۰
ننګرهار

ښارجوړولو او ځمکو وزارت د ننګرهار ولایت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست اداري کمپلکس رغنیزې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته یې وسپارله.

دا کمپلکس په ۳۰۴ متر مربع ځمکه کې په درې پوړونو چې ۱۵ کاري دفترونه، ۳ پخلنځي، د محافظینو خونه، ۸ عصري تشنابونه او د احاطې دیوال لري د ۲۰ میلیونه او ۹۷۳ زره افغانیو په ارزښت د ثبات ټینګښت ملي برنامې له لارې په معیاري ډول جوړ شوی دی.

ښارجوړولو او ځمکو وزارت د ولایاتو په مرکزنو او ولسوالیو کې د بنسټیزو پروژو په تطبیق سره؛ سیمه ایزه حکومتولي پیاوړې کړې او د ټولګټو تاسیساتو په جوړولو یې خلکو ته د خدماتو رسولو کچه هم لوړه کړې ده.

###

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۵:۵۸
Background image

د فراه ښار د عسکرآباد فرقې سړک او قلعه موزیک سیمو د بهسازۍ پلان منظور شو

۱۴۴۷/۱۰/۲۵

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، د فراه – د ښاري پراختیا په برخه کې یو بل مهم ګام پورته کړ.

ښاغلي وزیر، د فراه ولایت د فراه ښار د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۵:۵۰
Background image

د ښاري پلانونو د طرحو په تړاو د چارو ادارې له استازو سره خبرې وشوې

۲۵/۱۰/۱۴۴۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو محترم معین شیخ مدارعلي کریمي بامیاني په مشرۍ، د چارو ادارې،  د ښاروالیو د انسجام ریاست د استازو، او د کور او ښار جوړولو وزارت د یو شمېر. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۴:۱۹
Background image

د بادغیس ولایت د قلعه نو ښار د دوهمې او څلورمې ناحیو د بهسازۍ پلان ترتیب شو

۱۴۴۷/۱۰/۲۵

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، په خپل کاري دفتر کې د بادغیس ولایت د قلعه نو ښار د دوهمې او څلورمې ناحیو د بهسازۍ پلانونه تائید او. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

5 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت