په پکتیا د یوه ښوونځي رغنیزې چارې روانې دي
د پکتیا ولایت په ډنډ پټان ولسوالۍ کې د سکمان په نوم د یوه ښوونځي د رغولو چارې روانې دي.
دا ښوونځی پر ۵۳۶ متر مربع ځمکه په دوو پوړو کې د ۲۵ مېلیونه او ۴۰۰ زره افغانیو په ارزښت د ښار جوړولو او ځمکو وزارت لهخوا جوړېږي.
د هېواد په کچه د ښوونځیو جوړول د ښارجوړولو او ځمکو وزارت مهم کاري لومړیتوب دی او دا وزارت په پام کې لري د خصوصي سکټور په همکارۍ د ولایاتو په کچه د ښوونځیو جوړولو چارې چټکې کړي.