په ميدان وردګ ولايت کې د پايو د نصب لپاره له ۲۰۰ څخه د زیاتو جايدادونو د مالکيت حق تثبيت شو

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۳۰ - ۱۰:۲۲
ميدان وردګ

ښار جوړولو او ځمکو وزارت له کابل څخه تر غزني پورې د ۲۲۰ کيلو ولټه انتقالي برېښنا په لړ کې د اسانتيا رامنځ‌ته کولو په موخه د ميدان وردګ ولايت په مربوطاتو کې د پايو د نصب لپاره د ۲۶۴ جايدادونو د مالکيت حق د تثبيت چارې بشپړې کړې.

له دې ډلې څخه ۱۴۴ پايې په دولتي ځمکه کې او ۱۲۰ پايې په شخصي ځمکه کې تثبيت شوي دي.

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د ټول‌ګټو پروژو د چارو انسجام رياست د راپور له‌مخې په ميدان وردګ کې د يادې پروژې د پلي کولو په موخه د ۹۱ نورو پايو لپاره د محلونو د مالکيت حق د تثبيت چارې دوام لري.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۱:۳۲
Background image

د جوزجان ولایت د غالیو اوبدونکو مارکېټ د ودانیزو چارو تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۲/۱۸

د جوزجان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټيم د جوزجان ښاروالۍ اړوند د غالیو اوبدونکو مارکېټ د ودانیزو چارو له روان بهیر څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه.

د څارنې پر مهال، د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۹:۹
Background image

د لوګر ولایت د کډوالو ښارګوټي کې د څښاک اوبو د څاه‌ګانو د کېندنې له چارو څخه تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۲/۱۸

د لوګر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د انجینري او نظارت ټیم د کډوالو او بېرته راستنېدونکو لپاره په وېشل شوي ښارګوټي کې د څښاک اوبو د څاه ‌ګانو د کېندنې له روانو چارو څخه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۱۵:۵۱
Background image

د دایکندي ولایت د القان ولسوالۍ د سوداګریز بازار د پراختیا پلان طرحه او ترتیب شو

۱۴۴۸/۲/۱۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني د لارښوونې او د ښاري پراختیايي اړتیاوو د ارزونې پر بنسټ، د دایکندي ولایت د القان ولسوالۍ د سوداګریز. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

9 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت