په فراه ښار کې د سړکونو د ویالو د سنگ‌کارۍ پروژې چارې وڅارل شوې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۷ - ۱۱:۱۰
فراه

۱۴۴۷/۰۸/۰۸

د فراه ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د ښار په بېلابېلو ناحیو کې د سړکونو د ویالو د سنگ ‌کارۍ پروژې چارې وڅارلې، دا پروژه چې شاوخوا ۲.۰۰۵ کیلومتره اوږدوالی لري، د لومړۍ، څلورمې، پنځمې، شپږمې، اوومې او اتمې ناحیو اړوند سړکونه رانغاړي.

یاد نظارت د ابو نصر نهم سړک د ویالو د پي ‌سي‌ سي (PCC) چارې د منظور شوو تخنیکي مشخصاتو له مخې په منظم ډول روانې دي، هغه زیاته کړه چې قراردادي شرکت ته سپارښتنه شوې، څو د سنگ ‌کارۍ ټولې چارې د نقشې او تخنیکي معیارونو مطابق پر مخ یوسي.

د فراه ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د ښارونو د معیاري پراختیا په موخه د ټولو بنسټیزو او زیربنایي پروژو دوامداره څارنه ترسره کوي، تر څو چارې په اصولي، معیاري او دوامدار ډول تطبیق شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۵:۵۲
Background image

د کور او ښار جوړولو وزیر د کابل ولایت د غصب مخنیوي او استرداد تخنیکي کمېټې له مسؤلینو سره وکتل

۱۴۴۷/۱۱/۰۳

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني په خپل کاري دفتر کې، د کابل ولایت د غصب مخنیوي او استرداد تخنیکي کمېټې له مسؤلینو سره وکتل او د نوي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۵:۴۱
Background image

د تقنیني اسنادو د بیاکتنې او پړاونو بشپړولو کمېټې پر بېلابېلو موضوعاتو بحث او نظرونه تبادله کړل

۳ / ۱۱ / ۱۴۴۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو د محترم معین، شیخ مدار علي کریمي بامیاني په مشرۍ د تقنیني اسنادو د بیاکتنې او پړاونو بشپړولو کمېټې ناسته وکړه، چې په کې پر بېلابېلو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۵:۲۹
Background image

نوی کابل ښار د بدلون په درشل کې؛ د ۲.۶ پارسل پراختیايي پروژې پیل ته د ګوتو په شمار ورځې پاتې دي

۱۴۴۷/۱۱/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، د نوي کابل ښار د لومړي فاز اړوند د (۲.۶) پارسل د دوهم بلاک تفصیلي پلان تائید او لاسلیک کړ.

د دغې چارې. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

5 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت