د هرات ښار د پنځلسو ناحیو د اصلاح او بیارغونې پلانونه د کور او ښار جوړولو وزیر لاسلیک کړل
۱۴۴۸/۶/۱۸
د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیبالله حیات حقاني د هرات ښار د پنځلسو ناحیو د اصلاح او بیارغونې پلانونه، چې د یاد وزارت د غیرپلاني سیمو د سمون ریاست د تخنیکي ټیم له لوري د ۱۴۰۵ کال د منظور شوي ماسټر پلان پر بنسټ بیاکتل او اصلاح شوي وو، لاسلیک کړل.
د یادو پلانونو تر پوښښ لاندې ټولټال ۱۹ زره او ۲۱۶.۴۲ هکټاره ساحه شامله ده، چې د ځمکو د کارونې بېلابېل ډولونه، لکه استوګنیزې، مذهبي، تفریحي، سوداګریزې، ښوونیزې او ګډې ساحې په کې په پام کې نیول شوې دي.
په دغو پلانونو کې د هرات ښار د تاریخي، کلتوري او معماري هویت د ساتنې لپاره تاریخي سیمې هم تثبیت او خوندي شوې دي.
همدارنګه، د سړکونو جوړښت او شبکې د ۱۴۰۵ کال د منظور شوي ماسټر پلان له مخې تنظیم شوې دي.
د یادو پلانونو موخه د هرات ښار د فضایي جوړښت ښه تنظیم، د ځمکو د کارونې د څرنګوالي روښانه کول، د ښاري چاپېریال د کیفیت لوړول او د ښار د منظمې، متوازنې او دوامدارې پراختیا لپاره د لازمې زمینې برابرول دي.
