په فراه ښار کې د سړکونو د ویالو د سنگکارۍ پروژې چارې وڅارل شوې
۱۴۴۷/۰۸/۰۸
د فراه ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د ښار په بېلابېلو ناحیو کې د سړکونو د ویالو د سنگ کارۍ پروژې چارې وڅارلې، دا پروژه چې شاوخوا ۲.۰۰۵ کیلومتره اوږدوالی لري، د لومړۍ، څلورمې، پنځمې، شپږمې، اوومې او اتمې ناحیو اړوند سړکونه رانغاړي.
یاد نظارت د ابو نصر نهم سړک د ویالو د پي سي سي (PCC) چارې د منظور شوو تخنیکي مشخصاتو له مخې په منظم ډول روانې دي، هغه زیاته کړه چې قراردادي شرکت ته سپارښتنه شوې، څو د سنگ کارۍ ټولې چارې د نقشې او تخنیکي معیارونو مطابق پر مخ یوسي.
د فراه ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د ښارونو د معیاري پراختیا په موخه د ټولو بنسټیزو او زیربنایي پروژو دوامداره څارنه ترسره کوي، تر څو چارې په اصولي، معیاري او دوامدار ډول تطبیق شي.
