په شملزو ولسوالۍ کې د روغتون د ودانۍ له ساختماني چارو تخنیکي څارنه وشوه
۱۴۴۸/۳/۸
د زابل ولایت د شملزو ولسوالۍ د روغتون د ودانۍ د جوړولو له چارو څخه د کور او ښار جوړولو ریاست د تخنیکي ټیم له لوري ساحوي څارنه ترسره شوه.
د څارنې پر مهال څرګنده شوه چې ساختماني چارې د منظور شوو تخنیکي نقشو مطابق او د ساختماني معیارونو په رعایت سره پرمخ روانې دي او تر دې مهاله د ترسره شوو کارونو کیفیت د قناعت وړ دی. همدارنګه د کارګرو ترمنځ لازم تخنیکي همغږي موجوده ده.
اوس مهال په پروژه کې د احاطوي دېوال د بنسټ لپاره د ځمکې کیندنې، د بنسټ د ډکولو او د ساده کانکریټ اچونې چارې روانې دي، د څارنې پر مهال قراردادي شرکت ته سپارښتنه وشوه چې د ساختماني چارو د کیفیت تر څنګ د کارونو چټکتیا ته هم جدي پاملرنه وکړي.
د تخنیکي څارنې له مخې، یاده پروژه د منظم کاري پلان، تخنیکي اصولو او مناسبو ساختماني موادو په کارولو سره پرمخ روانه ده او تمه ده چې پاتې چارې به هم د ټاکل شوي مهالوېش مطابق، په معیاري او مسلکي ډول بشپړې شي.
