د کابل ښار د امیر دوست‌محمدخان تاریخي ښوونځي د بیارغونې له بهیر څخه تخنیکي څارنه وشوه

org_admin
شنبه ۱۴۰۵/۵/۳۱ - ۱۰:۶
کابل

۱۴۴۸/۳/۸

د کور او ښار جوړولو وزارت د زړو ښارونو د ساتنې ریاست تخنیکي څارنې ټیم په کابل ښار کې د امیر دوست‌محمدخان د تاریخي ښوونځي د ودانۍ د بیارغونې له بهیر څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه.

د دې څارنې موخه د تاریخي ودانۍ د بیارغونې د بهیر ارزونه، د تاریخي اثارو د ساتنې د اصولو د رعایت ډاډ ترلاسه کول او د یادې ودانۍ د تاریخي اصالت، فرهنګي هویت او ارزښت ساتل بلل شوي دي.

د څارنې پر مهال د ودانۍ د تاریخي ارزښت او اهمیت، د تاریخي ودانیو د ساتنې او معیاري بیارغونې د اصولو، د بیارغونې د مناسبو لارو چارو او د تخنیکي معیارونو د رعایت په اړه لازمې تخنیکي سپارښتنې او لارښوونې له  قراردادي شرکت سره شریکې شوې چې د یادې ودانۍ د بیارغونې مسؤلیت پر غاړه لري.

د کور او ښار جوړولو وزارت د زړو ښارونو د ساتنې ریاست د تاریخي ښارونو، تاریخي ودانیو او فرهنګي میراثونو ساتنه، معیاري بیارغونه او دوامداره تخنیکي څارنه د خپلو اساسي مسؤلیتونو له ډلې ګڼي او د هېواد د تاریخي او فرهنګي هویت د خوندي کولو په موخه د اړتیا پر مهال لازم اقدامات ترسره کوي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۹/۷ - ۱۴:۱۷
Background image

په ارزګان کې د جوماتونو د رغنیزو چارو تخنیکي څارنه دوام لري

۱۴۴۸/۶/۱۷

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند مسلکي انجنیرانو د دغه ولایت د چهارچینو ولسوالۍ د یوه جومات د رغنیزو چارو ساحوي څارنه ترسره کړه.

یاده څارنه د ارشاد، حج او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۹/۷ - ۱۱:۳۰
Background image

د فراه برېښنا امریت د اداري ودانۍ جوړولو له پروژې تخنیکي څارنه وشوه

۱۴۴۸/۶/۱۷

د فراه ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د فراه برېښنا امریت د اداري ودانۍ جوړولو له پروژې څخه ساحوي څارنه ترسره کړه، چې اوس مهال یې د دویم پوړ د چت د سیخ‌ تړلوچارې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۹/۷ - ۱۱:۳
Background image

د کابل–بګرام سړک د جوړولو چارې په بېلابېلو برخو کې دوام لري

۱۴۴۸/۶/۱۷

د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند د نوي کابل ښار عمومي ریاست تر تخنیکي څارنې لاندې د کابل–بګرام سړک د جوړولو چارې په منظم ډول روانې دي او د پروژې په بېلابېلو برخو کې د سړک. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ کال ۱ میاشت ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت