په زابل کې ۵ جریبه ځمکه ولېږدول شوه
ښار جوړولو او ځمکو وزارت متقاضي ادارو ته د دولتي ځمکو د لېږد په دوام، په زابل ولایت کې ۵ جریبه دولتي ځمکه پوهنې وزارت ته ولېږدوله.
یاده ځمکه په عامه او دولتي ځمکو بانک کې ثبت ده چې د دارالمعلمین کمپلکس رغولو په موخه تخنیکي او مسلکي تعلیماتو ادارې ته ولېږدول شوه.
ښار جوړولو او ځمکو وزارت دولتي سکټور ته د سپينو دولتي ځمکو لېږد سره، پرمختیایي پروژو پلي کېدو ته زمینه برابروي.