په دایکندی کې څه باندې  ۱۴۲ زره جریبه دولتي ځمکه ثبت  شوه

Nasiri_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲۰ - ۸:۴۸
 دایکندی

ښار جوړولو او ځمکو وزارت په هېواد کې د دولتي ځمکو بانک برنامې د پلي کېدو پر مهال د دایکندی  ولایت اړوند سیمو په  ۲۸۸ قطعو کې ۱۴۲  زره او ۲۱۳  جریبه دولتي ځمکه او ملکیتونه سروې او ثبت کړي دي.

له دې شمېر څخه، ۱۴۰۴۰۵ جریبه سپینه دولتي ځمکه او پاتې ۱۸۰۸ جریبه ځمکه د دولتي ادارو تر استفادې لاندې عامه ملکیتونه دي چې د دې ولایت په مرکز او بېلابېلو ولسوالیو کې سروې او ثبت شوي دي.

ښار جوړلو او ځمکو وزارت تر دې دمه د هېواد په ۳۲ ولایتونو کې ۶ مېلیونه، ۹۱۹ زره او ۵۱۵ جریبه دولتي ملکیتونه او ځمکې  ۷۰۱۲قطعې کېږي، سروې او ثبت کړي او دا وزارت ژمن دی چې د دې پروسې له لارې په هېواد کې د حکومت سترو پرمختیايي او اقتصادي پلانونو پلي کېدو ته زمینه برابره کړي.

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ میاشت 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
د کور او ښار جوړولو وزارت

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۳ - ۱۴:۲۵
Background image

د هرات په ښار کې د ستر جامع مسجد شریف له ترمیمي چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۳/۲۱

هرات ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس انجنیر عبدالله اکبري وایي، د ریاست اړوند تخنیکي ټیم یې په دغه ولایت کې د ستر جامع مسجد شریف له ترمیمي چارو څارنه وکړه.

ښاغ. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۳ - ۹:۶
Background image

په زابل ولایت کې د قلات ښاروالۍ د یوه باب مارکېټ له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۳/۲۱

د زابل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس ملاداد ګل مسلم وایي، د دې ریاست د تخنیکي او مسلکي ټیم له لوري د قلات ښاروالۍ اړوند د مارکېټ له ودانیزو چارو څخه څارنه وشوه.

. . .
شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۲ - ۱۴:۵۴
Background image

د کابل په نوي ښار کې دروغتون د جوړولو په تړاو د همغږۍ ناسته وشوه

۱۴۴۷/۰۳/۲۰

د ریاست الوزرا د عالي مقام د حکم د تطبیق په موخه، چې د کابل په نوي ښار کې د سرطاني ناروغانو د روغتون د جوړولو د کمیټې د مشرتابه مسئولیت یې د کور او ښار جوړولو وزارت ته. . .

BACK TO NEWS