په تېرو پنځو میاشتو کې ننګرهار کې له ۲۳ زرو ډېرو کورنیو ته د استوګنې نمرې وېشل شوې
۱۴۴۸/۳/۱۶
د مهاجرینو او بېرته راستنېدونکو هېوادوالو د دایمي مېشتېدنې په موخه، د ننګرهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست له لوري په تېرو پنځو میاشتو کې د دې ولایت په درېیو ښارګوټو کې ۲۳ زره او ۱۴۸ کورنیو ته د استوګنې نمرې وېشل شوې دي.
په دې لړ کې، د بهسود ولسوالۍ په خانکي (شهید منصور صاحب) ښارګوټي کې ۳ زره او ۲۶۷، د سره رود ولسوالۍ په عمر صاحب ښارګوټي کې ( ۱۲۲۳) یو زر او دوه سوه او درویشت او د رودات ولسوالۍ په امیرالمؤمنین صاحب ښارګوټي کې ۱۸ زره او ۶۵۸ کورنیو ته د دایمي مېشتېدنې په موخه د استوګنې نمرې وېشل شوې دي.
د رودات ولسوالۍ په امیرالمؤمنین صاحب ښارګوټي کې د استوګنیزو نمرو د وېش بهیر لا هم دوام لري.
د استوګنیزو نمرو د وېش دغه بهیر د کډوالو او بېرته راستنېدونکو هېوادوالو د دایمي مېشتېدنې او په مناسب استوګنیز چاپېریال کې د هغوی د ځای پر ځای کېدو په موخه ترسره کېږي او د ټاکل شوي پلان له مخې به دوام ولري.
