د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د شنو ساحو له وضعیت څخه څارنه وشوه
۱۴۴۸/۳/۱۵
د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت د کنټرول، ښاري سرغړونو ته د رسېدنې او لابراتوار عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي د څارنې ټیمونو د خپل کاري پلان له مخې، د کابل ښار د پنځمې ناحیې اړوند د سپین کلي څلورلارې له شنې ساحې او د خوشحال مېنې د «ب» برخې اړوند د فاتحې سالون او امام اعظم شریف جومات ترڅنګ له شنې ساحې څخه څارنه او ارزونه ترسره کړه.
د څارنې پر مهال د یادو ساحو تفصیلي پلانونه او د سیمې د کارونې پلانونه وکتل شول، څو موجود وضعیت د منظور شوو ښاري پلانونو له احکامو سره پرتله او وارزول شي.
د دې څارنې موخه د شنو ساحو د کارونې د وضعیت ارزول، د منظور شوو پلانونو مطابق د هغوی د ساتنې ډاډ ترلاسه کول او له غیرمجازو ودانیزو چارو او د کارونې له بدلون څخه مخنیوی و.
د ترسره شوو ارزونو پایلو وښوده چې په دواړو ساحو کې موجود وضعیت د اړوندو پلانونو له کارونې او احکامو سره مطابقت لري، همدارنګه، هېڅ ډول غیرمجاز جوړونه، د کارونې بدلون او یا د پلان خلاف تصرف ونه لیدل شو او یادې شنې ساحې د کارونې د ساتنې او موجود وضعیت له پلوه د منلو وړ حالت کې وې.
د څارنې پر مهال د ښاري سرغړونې په توګه د ثبت وړ کومه مشخصه موضوع هم ونه موندل شوه.
د ښاري پلانونو د لا ښه تطبیق په موخه سپارښتنه وشوه چې د یادو شنو ساحو اوسنی وضعیت د اړوندو پلانونو مطابق وساتل شي او په راتلونکي کې له هر ډول غیرمجازې ودانۍ او د کارونې له بدلون څخه مخنیوی وشي.
