په اسلام قلعه بندر کې د تفصیلي پلان جوړولو په موخه د ۴۳۹۴ جریبه ځمکې سروې ترسره شوه

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۴:۵۵
هرات

۱۴۴۷/۱۰/۲۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي‌ ای ‌اس ریاست اړوند تخنیکي ټیم له لوري، د هرات ولایت د اسلام قلعه ولسوالۍ د اسلام قلعه بندر په ساحه کې د ۴۳۹۴.۸۱۸ جریبه ځمکې سروې ترسره شوه.

یاده سروې د پرمختللو تخنیکي وسایلو، په ځانګړي ډول د بې‌پیلوټه الوتکې (ډرون) په وسیله ترسره شوې، چې موخه یې د سیمې د تفصیلي پلان د ترتیب لپاره د کره او دقیقو معلوماتو راټولول دي.

د دې سروې په ترسره کېدو سره به د یادې ساحې د منظم ښاري پراختیا، د زیربنایي پروژو د مؤثرې طرحې او د ځمکې د اغېزمنې کارونې لپاره لازم بنسټونه برابر شي.

اسلام قلعه بندر د هېواد له مهمو سوداګریزو دروازو څخه شمېرل کېږي، چې د اقتصادي او ترانزیټي فعالیتونو له پلوه ځانګړی اهمیت لري.

 د دې بندر لپاره د تفصیلي پلان ترتیب به د دې سبب شي، څو د ساحې وده په منظم او معیاري ډول تنظیم شي، ښاري خدمات په سمه توګه وړاندې شي او د راتلونکو زیربنایي پروژو لپاره لازم تخنیکي بنسټونه رامنځته شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۴:۷
Background image

په ارزګان کې د پیښو پر وړاندې د چمتووالي ریاست د اداري تعمیر له چارو تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۱/۲۴

د ارزګان ولایت د کور او ښآر جوړولو ریاست د تخنیکي ټيم له لوري د پیښو پر وړاندې د چمتووالي او مبارزې ریاست د اداري تعمیر د جوړولو له روانو چارو څخه تخنیکي څارنه ترسره شوه.

د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۲:۴۴
Background image

په غزني ښار کې د نوو ودانیزو پروژو له چارو تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۱/۲۴

د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د ښاري سرغړونود مخنیوي تخنیکي ټیم د غزني ښار اړوند د لومړي او دوهم پلان په ساحو کې د تازه پیل شوو ودانیزو چارو څخه ساحوي څارنه ترسره. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۸:۴۶
Background image

په فراه کې د مهاجرینو ښارګوټي کې د جامع مسجد شریف د جوړولو له چارو تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۱/۲۴

د فراه ولایت په مهاجرینو ښارګوټي کې د یو باب جامع مسجد شریف د جوړولو له روانو چارو څخه تخنیکي څارنه ترسره شوه.

د څارنې پر مهال د پروژې فزیکي پرمختګ ارزول شوی چې تر دې مهاله. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

6 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت