محترم محمد جواد پیکار د بدخشان سیمه‌ییز او د درایم ولسوالي سټراټیژیک پلانونه منظور کړل

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۱۶ - ۱۱:۴۳
بدخشان

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست محترم محمد جواد پیکار د بدخشان والي محترم ذکریا سودا سره په لېدنه کې پر یو لړ انکشافي برنامو وغږېدل.

په سر کې د بدخشان والي د ښارجوړولو وزارت له مقام څخه د فیض اباد ښار د خرقې جومات د جوړونې له کبله د مننې تر څنګ خپل وړاندیزونه وړاندې کړل.

ورپسې محترم محمد جواد پیکار وویل، د ښارجوړولو او ځمکو وزارت دا جومات په پر مختللي معیار جوړ کړی او د یاد جومات تر څنګ چې د فیض اباد ښکلا به نوره هم زیاته کړي، اوسنۍ اړتیاوې هم پوره کوي.

د ښارجوړولو او ځمکو سرپرست وزیر د فیض‌اباد ښار لپاره اوږد مهاله انکشافي لرلید د منظم انکشاف لپاره اړینه وباله او په ورته وخت کې یې اړوندو ادارو ته لارښوونه وکړه چې د یاد لرلید د جوړولو د مطالعې لپاره کاري ټیم واستوي او د دې تر څنګ یې ژمنه وکړه چې فیض‌اباد ښار به په راتلونکې پړاوونو کې په ستراتیژیک انکشاف پلان (SDF) کې شامل کړي.

محترم محمد جواد پیکار د جلالتمآب ولسمشر ژمنې ته په اشارې د فیض اباد عیدګاه جوړنې په اړه اړونده ادارو ته دنده وسپارله چې د عیدګاه لپاره په نظر کې نیول شوې سیمه مختلط سوداګریز او هستوګنیز پلان ته تعدیل کړي.

د ښارجوړولو او ځمکو وزارت سرپرست د بدخشان والي ته وویل، د جوماتونو او سپېڅلیو ځایونو وړاندیزونه وزارت ته راواستوي  څو د روان کال په پلان کې شامل شي.

همداراز محترم محمد جواد پیکار یادونه وکړه چې د ښارجوړولو او ځمکو وزارت د بدخشان بېلا بېلو سیمو لپاره لس تفصیلي پلانونه جوړ کړي او اړوندو ادارو ته یې دنده وسپارله چې هر څه ژر یې د منظورۍ لپاره چمتو کړي.

د ښارجوړولو او ‎ځمکو سرپرست وزیر د لېدنې په څنډه کې د درایم ولسوالي لپاره سټراټیژیک او د بدخشان ولایت لپاره سیمه‌ییز پلانونه منظور کړل او د پلي کولو لپاره یې د بدخشان ولایت مسولانو ته وسپارل.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۵:۵۴
Background image

د عصري ټکنالوژۍ په پلي کېدو سره د خلکو د خدمتونو وړاندې کولو بهیر لا چټکېږي

۲۱/۲/۱۴۴۸

د کور او ښار جوړولو وزارت د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست له لوري، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د سیسټم‌سازۍ د ښوونیزې څانګې په همکارۍ، د اداري مکتوبونو او اسنادو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۵:۱۱
Background image

د لوګر ولایت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو د ښارګوټي د درېمې برخې د سړکونو د هوارولو او جغل اچونې چارې عملاً پیل شوې

۱۴۴۸/۲/۲۱

د لوګر ولایت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو د ښارګوټي د دریمې برخې د زیربناوو د پیاوړتیا او د اوسېدونکو لپاره د تګ راتګ د اسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه، د داخلي سړکونو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۹:۲۶
Background image

راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د استوګنیزو نمرو د وېش شمېر له ۶۵ زرو واوښت

۱۴۴۸/۲/۲۱

د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د مهاجرینو د دایمي مېشتېدنې او ځمکو وېش کمېټې له لوري په بېلابېلو ولایتونو کې راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د استوګنیزو ځمکو د نمرو د وېش لړۍ. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

9 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت