د بېلابېلو ساختماني پروژو له لابراتواري او ساختماني چارو څارنه وشوه

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۲:۵۴
کنترول و کیفیت

۱۴۴۸/۴/۲۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت د کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم، د کابل ښار په بېلابېلو ساختماني پروژو کې د روانو لابراتواري او ساختماني چارو له بهیر څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه.

د څارنې پر مهال د الشفاء روغتون د ترمیماتي او بیارغونې پروژې اړوند د ساختماني موادو او لابراتواري ازموینو وضعیت وکتل شو، چې د کانکریټ د مقاومت ازموینې پایله د ټاکل شویو تخنیکي معیارونو له مخې د قناعت وړ وبلل شوه.

د بهرنیو چارو وزارت د ستراتیژیکو مطالعاتو، د لوی نظارت او فرمانونو د تعقیب د درېیو الحاقیه بلاکونو، د لابراتوار د نوي تعمیر، د قطر د استوګنیزو بلاکونو او د تهیه مسکن د ۱۲ منزله بلاکونو د پروژو له چارو هم څارنه ترسره شوه. په یادو پروژو کې د کانکریټ اچونې، کیورنګ، د پلي‌لارو د بنسټ برابرولو، رنګمالۍ، پلستر، د ډبرو نصب او نورو ساختماني چارو وضعیت و ارزول شو.

د څارنې پر مهال قراردادي شرکتونو ته سپارښتنه وشوه، چې پاتې ساختماني چارې د منظور شوو نقشو، تخنیکي مشخصاتو او د څارونکو انجنیرانو تر نظر لاندې ترسره کړي او د کار کیفیت ته جدي پاملرنه وکړي.

د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیمونه د ساختماني پروژو د کیفیت د کنټرول او د چارو د معیاري پلي کېدو د ډاډ ترلاسه کولو په موخه خپلو تخنیکي څارنو ته دوام ورکوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۲:۵۴
Background image

د بېلابېلو ساختماني پروژو له لابراتواري او ساختماني چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت د کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم، د کابل ښار په بېلابېلو ساختماني پروژو کې د روانو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۰:۱۳
Background image

په ارزګان ولایتي روغتون کې د بیړنۍ او جدي پاملرنې څانګو له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۵

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د مقام په هدایت، د دغه ریاست مسلکي ټيم د ارزګان ولایتي روغتون د بیړنۍ او جدي پاملرنې څانګو له ساختماني چارو څخه د کار د کیفیت او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۹:۵۴
Background image

په روداتو کې د مهاجرینو ښارګوټي د خط‌ اچونې او نمره ‌بندۍ چارې روانې دي

۱۴۴۸/۴/۲۵

د ننګرهار ولایت د روداتو ولسوالۍ اړوند د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د مهاجرینو ښارګوټي د خط‌ اچونې او نمره‌ بندۍ چارې په چټکۍ سره روانې دي، چې ورسره شاوخوا ۴۰ تنو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت