سرپل ولايت کې ۸۰۰ جريبه ځمکه انتقال شوه
ښار جوړولو او ځمکو وزارت د ځمکو د انتقال په دوام دا ځل په سرپل ولايت کې يوې متقاضي ادارې ته ۸۰۰ جريبه ځمکه ولېږدوله.
دا سپينه دولتي ځمکه د سرپل ولايت په صياد ولسوالۍ کې د سيمهييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې په غوښتنه د ميرزا اولنګ قريې اوسېدونکو ته د استوګنيزو نومرو د وېش په موخه انتقال شوه.
ښار جوړولو او ځمکو وزارت تر اوسه د هېواد په ۲۹ ولايتونو کې د دولت بېلابېلو متقاضي ادارو ته ۲۴۲ زره جريبه دولتي ځمکه انتقال کړې ده.