د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې د کلوله‌پشتې د سړک غاړې شنه ساحه له ناقانونه نیولو څخه خلاصه شوه

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۴:۳۳
۴ ناحیه

۱۴۴۸/۵/۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د کنترول، کیفیت او د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې د کلوله ‌پشتې سیمې د سړک غاړې شنې ساحې څخه څارنه وکړه او هغه خنډونه یې لرې کړل چې د ځینو کسانو له لوري په یاده ساحه کې رامنځته شوي وو.

د وزارت تخنیکي ټیمونو د ترسره شوې ارزونې په ترڅ کې یاد خنډونه لرې کړل او ساحه یې بېرته خپلې اصلي کارونې ته وسپارله.

د دې اقدام موخه د ملکیتونو او ودانیزو فعالیتونو د وضعیت روښانه کول، د ودانیزو اسنادو او نقشو ارزونه، د ښاري او ساختماني سرغړونو مخنیوی او د ښاري پلانونو تطبیق دی.

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري نظم د ساتنې، د شنو ساحو د خوندیتوب او د ښاري پلانونو د سم تطبیق په موخه د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې خپلې څارنې دوامداره ساتي او د ښاري اصولو او مقرراتو د رعایت لپاره لازم اقدامات ترسره کوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۴:۵۶
Background image

د کور او ښار جوړولو انسټیټیوټ کې د پروژو مدیریت تر سرلیک لاندې نهه ورځنی روزنیز سمینار پیل شو

۱۴۴۸/۵/۷

د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند انسټیټیوټ د دې وزارت د تخنیکي کارکوونکو د مسلکي وړتیاوو د لوړولو او د پروژو د مدیریت په برخه کې د هغوی د پوهې او مهارتونو د پیاوړتیا په موخه، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۴:۳۳
Background image

د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې د کلوله‌پشتې د سړک غاړې شنه ساحه له ناقانونه نیولو څخه خلاصه شوه

۱۴۴۸/۵/۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د کنترول، کیفیت او د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې د کلوله ‌پشتې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۲:۴۹
Background image

د کابل ښار د سره میاشت ښارګوټي کې له ښاري پلان سره د مخالفو ودانیزو فعالیتونو مخه ونیول شوه

۱۴۴۸/۵/۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د کنترول،کیفیت او د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د سره میاشت. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت