د بامیانو او هرات ولایتونو د مهاجرینو ښارګوټو د اوبو رسولو او فاضله اوبو د مدیریت پلانونه لاسلیک شول
۱۴۴۸/۶/۱
د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیبالله حیات حقاني د بامیانو ولایت د مهاجرینو ښارګوټي د اوبو رسولو او کانالیزاسیون او د هرات ولایت د زندهجان ولسوالۍ د مهاجرینو ښارګوټي د اوبو رسولو پلانونه لاسلیک کړل.
یاد پلانونه د مهاجرینو کمېټې له لوري د مخکېنیو ترتیب شویو تفصیلي پلانونو پر بنسټ، د ملي او نړیوالو معیارونو او تخنیکي نورمونو په پام کې نیولو سره چمتو شوي دي.
په دغو پلانونو کې د څښاک د پاکو اوبو د زېرمه کولو او تصفیې، د اوبو رسولو شبکو او د فاضله اوبو د تصفیې مرکزونو لپاره لازمې برخې په پام کې نیول شوې دي، څو د یادو ښارګوټو د اوسېدونکو د پاکو اوبو اړتیاوې پوره او د فاضله اوبو د مدیریت لپاره معیاري زیربناوې برابرې شي.
د یادو پلانونو ترتیب او لاسلیک د مهاجرینو په ښارګوټو کې د بنسټیزو خدماتو د پراختیا، د پاکو اوبو د لاسرسي او د فاضله اوبو د منظم مدیریت په برخه کې مهم ګام بلل کېږي.
