د بغلان ولایت د دشت الوان د مهاجرینو ښارګوټي تفصیلي پلان د کور او ښار جوړولو وزیر له لوري لاسلیک شو
۱۴۴۸/۶/۱
د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیبالله حیات حقاني د بغلان ولایت د دشت الوان د مهاجرینو ښارګوټي تفصیلي پلان لاسلیک کړ.
یاد ښارګوټی د سروې او ښاري پلان جوړونې د معیارونو له مخې طرحه شوی، چې په ټولیز ډول پکې د پنځه بسوې ځمکې ۱۶۷۴ استوګنیزې نمرې په پام کې نیول شوې دي.
په دغه تفصیلي پلان کې د ښاریانو د اړتیاوو او د لاسرسي د واټنونو په نظر کې نیولو سره بېلابېلې عامه او خدماتي ساحې ځانګړې شوې دي، چې پکې د دوو پوړونو لرونکي محلي سوداګریز ودانۍ، د شپږو پوړونو سوداګریزې ودانۍ، جوماتونه، وړکتونونه، تفریحي پارکونه، عمومي او فرعي سړکونه، شنې ساحې او نور اړین خدمات شامل دي.
همدارنګه، د ښارګوټي د نفوس او د اوسېدونکو د اړتیاوو له مخې د ټولو اړینو عامه او خدماتي تأسیساتو لپاره ځایونه په پام کې نیول شوي، څو د ښارګوټي اوسېدونکي د ژوند له اړینو ښاري اسانتیاوو څخه برخمن وي.
د یاد پلان په جوړولو کې د ښاري خدمتونو د متوازن وېش، د عامه تأسیساتو د لاسرسي او د استوګنیزو اړتیاوو د پوره کولو اصول په پام کې نیول شوي دي.
