د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې د کلولهپشتې د سړک غاړې شنه ساحه له ناقانونه نیولو څخه خلاصه شوه
۱۴۴۸/۵/۷
د کور او ښار جوړولو وزارت د کنترول، کیفیت او د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې د کلوله پشتې سیمې د سړک غاړې شنې ساحې څخه څارنه وکړه او هغه خنډونه یې لرې کړل چې د ځینو کسانو له لوري په یاده ساحه کې رامنځته شوي وو.
د وزارت تخنیکي ټیمونو د ترسره شوې ارزونې په ترڅ کې یاد خنډونه لرې کړل او ساحه یې بېرته خپلې اصلي کارونې ته وسپارله.
د دې اقدام موخه د ملکیتونو او ودانیزو فعالیتونو د وضعیت روښانه کول، د ودانیزو اسنادو او نقشو ارزونه، د ښاري او ساختماني سرغړونو مخنیوی او د ښاري پلانونو تطبیق دی.
د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري نظم د ساتنې، د شنو ساحو د خوندیتوب او د ښاري پلانونو د سم تطبیق په موخه د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې خپلې څارنې دوامداره ساتي او د ښاري اصولو او مقرراتو د رعایت لپاره لازم اقدامات ترسره کوي.
