د کابل ښار شاه‌ دوشمشېره جومات «د کابل غمی» پرانېستل شو

Nasiri_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۳/۱۷ - ۸:۳۴
کابل

جلالتمآب جمهور رئیس، د ښار جوړولو او ځمکو وزارت مرستیالانو او رئیسانو او د دولت نورو چارواکیو په ګډون د «سل ورځې - سل زیري» برنامې جومات اوونۍ کې د شاه دوشمشېره (ع) مسجد له ترمیم او بیا رغولو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپاره.

جمهور رئیس د شاه دوشمشېره جومات د پرانیستې مراسمو پر مهال ښاریانو ته د دې جومات د بیا رغولو د تبریکي تر څنګ وویل، د کابل ښار هره کورنۍ له دې جومات څه یوه خاطره لري او د خوښۍ ځای دی چې نن هغوی ته بیا یوه ډالۍ وړاندې کوي.

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت مسوولانو هم په دې مراسمو کې د شاه دوشمشېره جومات د بیا رغولو په اړه معلومات ورکړل او په ولایاتو او ولسووالیو په تېره د شاه دوشمشېره جومات د بیا رغولو او جوړولو ځانګړې پاملرنې څخه یې مننه وکړه.

د اسلام مبین دین تر څرګندېدو وروسته په کابل ښار کې د شاه دوشمشېره (ع) جومات لومړنی او لرغونی مسجد دی. د دې جومات ودانۍ له اوسنۍ بڼې سره په ۱۳۰۶ لمریز کال کې د پاچا غازي امان‌الله خان د مور بي‌بي له لوري جوړ شو چې د کلونو په تېرېدو سره د بېلابېلو دلایلو له کبله له ویجاړېدو سره مخ شو. د افغانستان اسلامي جمهوري ریاست عالي مقام ځانګړې پاملرنې سره د دې جومات د ترمیم او بیا رغولو چارې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د تاریخي ابدو ترمیم او بیا رغولو پروژې امریت ته وسپارل شوې.

د لرغونو ابدو متخصصانو د ټولو اصولو او سټنډرډونو په پام کې نیولو سره، د دې پروژې د مرمت او بیا رغونې چارې بشپړې کړې او د کار له ټولو پړاوونو څخه یې په تخنیکي ډول مدیریت او څارنه وکړه، څو دا جومات د کابل ښار په مرکز کې د غمي په څېر وځلېږي. د دې پروژې د پلي کولو چارې د افغاني ساختماني تصدي «د ا.ا.ج ملي پراختیا شرکت» له لوري د ۱۳۹۸ لمریز کال په چنګاښ میاشت کې پیل او د ۱۴۰۰ کال غويي میاشت کې پای‌ته ورسېدې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۳۵
Background image

د کور او ښار جوړولو وزیر د تخار ولایت د ښاري پراختیا او راتلونکو پلانونو په اړه غونډه وکړه

۱۴۴۸/۱/۱

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، په خپل کاري دفتر کې د تخار ولایت له محترم ښاروال مولوي عبدالغفور سیرت، د کور او ښار جوړولو له محترم رئیس. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۳
Background image

د پکتیا ولایت د زاهو صنعتي پارک تفصیلي پلان بشپړ، تائید او لاسلیک شو

۱۴۴۸/۱/۱

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني له لوري، د پکتیا ولایت د زاهو صنعتي پارک تخنیکي تفصیلي پلان تائید او لاسلیک شو.

د کور او ښار جوړولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۴۴
Background image

د بغلان ولایت د چمقلعه صنعتي پارک تفصیلي پلان وروستی، تائید او لاسلیک شو

۱۴۴۸/۱/۱

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني له لوري، د بغلان ولایت د چمقلعه صنعتي پارک تفصیلي پلان تائید او لاسلیک شو.

د کور او ښار جوړولو وزارت. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت