د کابل ښار په دولسمه ناحیه کې د شنو ساحو د وضعیت څارنه ترسره شوه
۱۴۴۸/۴/۲۳
د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت، کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو، د کابل ښار د دولسمې ناحیې اړوند له لومړۍ تر دویمې څلورلارې، د څلورم ګذر په شنو ساحو کې د څارنې او عامه پوهاوي بهیر ترسره کړ.
د څارنې په ترڅ کې د یادو ساحو د ودانیو او هټیو له مالکانو څخه وغوښتل شول، چې د خپلو ملکیتونو او ساختماني چارو اړوند اسناد او مدارک د درېیو کاري ورځو په موده کې د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست ته وسپاري، څو د اړوندو تخنیکي ټیمونو له لوري یې وضعیت په منظم ډول وڅېړل شي.
د دې څارنې موخه د ملکیتونو او ساختماني چارو د وضعیت روښانه کول، د اسنادو او ساختماني نقشو ارزونه، د ښاري او ساختماني سرغړونو مخنیوی او د منظور شوو ښاري پلانونو د پلي کېدو ډاډ ترلاسه کول دي.
یاده څارنه د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست د منظم نظارتي او عامه پوهاوي پروګرام په چوکاټ کې ترسره شوې، څو د ښاري قوانینو، مقرراتو او معیارونو د رعایت ترڅنګ، په شنو ساحو کې د سرغړونو د دوام او پراختیا مخه ونیول شي.
