په ننګرهار کې د جهادي مدرسې د ساحې توپوګرافي سروې بشپړه شوه
۱۴۴۸/۴/۲۳
د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي اېس ریاست تخنیکي ټیم د ننګرهار ولایت د مرکز اړوند د جهادي مدرسې د ساحې توپوګرافي سروې بشپړه کړې ده.
یاده ساحه ۱۲۳.۱۸ جریبه ځمکه رانغاړي، چې د توپوګرافیکې سروې موخه یې د ساحې د ځمکني وضعیت او اړوندو تخنیکي ځانګړنو د دقیقو معلوماتو ترلاسه کول او د راتلونکي پلان د ترتیب لپاره د لازمې تخنیکي زمینې برابرول دي.
د سروې او جي اېس ریاست تخنیکي ټیم د ترسره شوې سروې پر بنسټ، د یادې ساحې د پلان جوړونې لپاره اړین تخنیکي معلومات برابر کړي دي.
