د پولي تخنیک پوهنتون زده کړیالانوته د عملي زده کړې لړۍ پیل شوه

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۹ - ۱۲:۳۰
pol e takhnek

۱۴۴۶/۳/۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د مسکن، ودانیزو چارو اود برنامو د پراختیا معینیت د غونډو په تالار کې د کابل پولي تخنیک پوهنتون زده کړیالانو ته د مهندسۍ، ساختماني، انجنیري او د براورد په برخه کې د عملي زده کړو لړۍ پیل کړه.

د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند انجنیر طارق احمد وویل، لومړي زده کونکو ته د مهندسۍ لومړني مسایل، ودانیزه انجنیري او د براورد په برخه کې زده کړې ور کول کیږي  زده کوونکي مو په ګروپونو ویشلي دي،  په پروژو کې عملي کار کوي تر څو په فني او مسلکي ډول مسایل  زده کړي او په راتلونکې کې د غوره او بریالیو انجنیرانو په توګه کار  وکړي.

نوموړي زیاته کړه، یاده پروسه یې د زده کوونکو د ظرفیت لوړونې په موخه په لاره اچولې ده.

د یادولو ده چې د کور او ښار جوړولو وزارت په بیلابیلو برخو کې  د زده کوونکو د ظرفیت لوړونې په موخه تر دې دمه څو ځله د عملي زده کړو ښوونیز کورسونه په لاره اچولي دي.

ښاغلی مولوي حمدالله نعماني

 

۱ کال 6 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
wazir-image-new

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۱:۳۶
Background image

د فاریاب ولایت د ملي راډیو تلویزیون د اداري ودانۍ پروژه بشپړه او ګټې اخیستنې ته چمتو شوه

 

۱۴۴۶/۱۲/۸

فاریاب کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي خالمیرزا ذوالفقار وایي، د ریاست اړوند تخنیکي ټیم یې په دغه ولایت کې د ملي راډیو ټلوېزیون د اداري امریت د نوې ودانۍ د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۱:۱۴
Background image

د قول هزاره ښارګوټي چارې وځنډول شوې

۱۴۴۶/۱۲/۸

د کور او ښار جوړولو وزارت له ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، تخنیکي ټیم یې په کابل کې د قول هزاره استوګنیز ښارګوټي له وضعیت څارنه او ارزونه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۹:۱۷
Background image

د غزني ولایت آب بند ولسوالۍ کې د مسجد ودانیزې چارې د تخنیکي څارنې لاندې دي

۱۴۴۶/۱۲/۸

غزني ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نور ولي بلال متقي وایي، د ودانیزو چارو انجنیر ښاغلي نجیب‌الله نجیب له لوري، د آب بند ولسوالۍ اړوند د جوړېدونکي مسجد. . .

BACK TO NEWS