د پولي تخنیک پوهنتون زده کړیالانوته د عملي زده کړې لړۍ پیل شوه
۱۴۴۶/۳/۵
د کور او ښار جوړولو وزارت د مسکن، ودانیزو چارو اود برنامو د پراختیا معینیت د غونډو په تالار کې د کابل پولي تخنیک پوهنتون زده کړیالانو ته د مهندسۍ، ساختماني، انجنیري او د براورد په برخه کې د عملي زده کړو لړۍ پیل کړه.
د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند انجنیر طارق احمد وویل، لومړي زده کونکو ته د مهندسۍ لومړني مسایل، ودانیزه انجنیري او د براورد په برخه کې زده کړې ور کول کیږي زده کوونکي مو په ګروپونو ویشلي دي، په پروژو کې عملي کار کوي تر څو په فني او مسلکي ډول مسایل زده کړي او په راتلونکې کې د غوره او بریالیو انجنیرانو په توګه کار وکړي.
نوموړي زیاته کړه، یاده پروسه یې د زده کوونکو د ظرفیت لوړونې په موخه په لاره اچولې ده.
د یادولو ده چې د کور او ښار جوړولو وزارت په بیلابیلو برخو کې د زده کوونکو د ظرفیت لوړونې په موخه تر دې دمه څو ځله د عملي زده کړو ښوونیز کورسونه په لاره اچولي دي.