د مرحوم امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله د مزار چاپېریالي دېوال له رغنیزو چارو څارنه وشوه
1444/12/22
د زابل ولایت د کور او ښار جوړولو محترم رئیس ملا دادګل مسلم او اړوندو مسؤلینو یې د مرحوم امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله د مزار د چاپېریالي دېوال له رغنیزو چارو د کیفیت او پرمختگ په موخه څارنه وکړه.
په لومړي پړاو کې یاده ساحه کروکي شوه چې خواوشا (18.7) جریبه ځمکه پکې شامله ده، وروسته یې براورد وشو چې دمګړۍ یې د چاپېریالي دېوال چارې روانې دي.
د کور او ښار جوړولو وزارت د دولتي ادارو په غوښتنه د ساختماني پروژو لپاره د ځمکې حدود معلوموي او معیاري ډول یې کروکي او سکیچ کوي وروسته یې دولتي ادارو ته واک کې ورکوي.
_____________________
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، فېسبوک، ټوېټر، ملګري او ویب سایټ له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
WhatsApp:
https://chat.whatsapp.com/FnOgiA7hU1H3y1w3FrV0uh
Malgari:
https://www.malgari.com/?cache=1673066126#
YouTube channel:
Tel:
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/MUDH-2303368453279461/
نښه: کابل، درېیم مکروریان، ازادۍ مطبعې او شش درک سړک ته مخامخ، ختیځ لورته د کور او ښار جوړولو وزارت.