د فراه ولايت د چاپېريال ساتنې رياست احاطوي ديوال ورغول شو
ښار جوړولو او ځمکو وزارت په فراه ښار کې د ۲۵۳ مترو په اوږدوالي سره د چاپېريال ساتنې رياست احاطوي ديوال جوړ کړ.
په دې ديوال ۲ ميليونه او ۴۰۰ زره افغانۍ لګښت راغلی چې د چاپېريال ساتنې ملي ادارې له انکشافي بوديجې څخه ورکول شوی.
ښار جوړولو او ځمکو وزارت د ټولګټو پروژو په تطبيق سره غواړي چې خلکو ته د چټکو او ښو خدماتو د وړاندې کولو په برخه کې سکتوري ادارو سره همکاري وکړي.