د جوزجان ولايت د فيضاباد ولسوالي اداري ودانۍ ورغول شوه
د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د جوزجان ولايت د فيضاباد ولسوالي اداري ودانۍ په معياري ډول تر رغولو وروسته ګټې اخېستنې ته وسپارله.
دا ودانۍ پر ۵۹۷ متر مربع ځمکه په دوه پوړيز ډول د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د ثبات ټینګښت ملي برنامې له لارې په ۲۴ ميلیونه ۷۰۰ زره افغانۍ جوړه شوه.
ښار جوړولو او ځمکو وزارت هڅه کوي چې د ټولګټو پروژو په تطبيق سره په سيمهييزه کچه ښې حکومتوالۍ او خلکو ته د اسانه او چټکو خدماتو وړاندې کولو زمينه برابره کړي.