دښار جوړولو او ځمکو وزیر د اغا خان بنسټ د مسکن برخې له مسؤلینو سره وکتل

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۵/۱۸ - ۱۶:۴۵
عکس

۱۴۴۴/۰۱/۱۱

د ښار جوړولو او ځمکو محترم وزیر مولوي حمدالله نعماني د اغا خان بنسټ د مسکن برخې له مسؤلینو سره وکتل او په خوست او پکتیکا کې یې د زلزله ځپلو کورنیو لپاره د کور جوړولو په اړه خبرې وکړې.

په دغه ناسته کې د اغا خان بنسټ د مسکن برخې مسؤلینو د خپل دفتر اړوند فعالیتونو او پروژو په اړه معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه، چې په تېرو کلونو کې یاد بنسټ د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سره په ګډه په ساختماني چارو کې کار کړی او یو شمېر پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.

دغه راز دوی یادونه وکړه، چې یو شمېر نورې پروژې لا تر کار لاندې دي چې له بشپړېدو وروسته به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د اغا خان بنسټ د مسکن برخې مسؤلینو وویل، غواړي د خوست او پکتیکا زلزله ځپلو لپاره چې خپل کورونه یې له لاسه ورکړي، کورونه جوړ کړي او دې برخه کې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت همکارۍ ته اړتیا لري.

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت محترم سرپرست وزیر مولوي حمدالله نعماني د اغا خان بنسټ له همکاریو مننه وکړه، او زیاته یې کړه چې خوست او پکتیکا ته د سروې په موخه یو هیئت استول شوی چې د سروې بشپړېدو وروسته به بېرته راستانه او هر څه به روښانه شي.

ښاغلي مولوي نعماني وویل، د سروې هیئت په راتګ سره به د زیانمنو اړتیاوې په ګوته شي او له هغې وروسته به د اړوندو ادارو او اغان بنسټ په همکارۍ د هغوی لپاره د کور جوړولو، ښوونځيو جوړولو، روغتیایي کلینیک جوړولو او نورو اړتیاوو لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۴:۲۴
Background image

د ننګرهار او پکتیکا لپاره مهم ګام؛ د مهاجرینو ښارګوټو اصلاحي پلانونه منظور شول

۱۴۴۷/۱۰/۲۱

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، په خپل کاري دفتر کې، د ننګرهار او پکتیکا ولایتونو اړوند د مهاجرینو د ښارګوټو تفصیلي اصلاحي پلانونه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۱:۱۳
Background image

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر د لوګر د خلکو غوښتنې واورېدې؛ د ستونزو د حل لپاره عملي ګامونه پورته کېږي

۱۴۴۷/۱۰/۲۱

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، په خپل کاري دفتر کې، د لوګر ولایت له یو شمېر مخورو سپین ږیرو او قومي مشرانو سره وکتل.

په دې ناسته کې،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۰:۱۳
Background image

د ودانیزو او استوګنیزو د نقشو تخنیکي کمیسیون ناسته تر سره شوه

۲۱/۱۰/۱۴۴۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د مسکن، ودانیزو چارو او د برنامو د پراختیا د محترم معین الحاج ګل زرین صابر په مشرۍ، د د ودانیزو او استوګنیزو نقشو تخنیکي کمیسیون خپله دویمه ناسته. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

5 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت