بلخ ولایت کې ۳۱۱۹۲۴ جریبه دولتي ځمکه ثبت شوه
ښارجوړولو او ځمکو وزارت په هېواد کې د دولتي ځمکو د بانک برنامې له لارې په بلخ ولایت کې 311924 جریبه دولتي ځمکه او د دولتي ادارو تر استفادې لاندې عامه ملکیتونه ثبت کړي دي.
له دې شمېر څخه، 305187 جریبه سپینه دولتي او پاتې 6737 جریبه ځمکه د دولتي ادارو تر استفادې لاندې عامه مکلیتونه دي.
ښارجوړولو او ځمکو وزارت تر دې دمه په هېواد کې ۶ میلیونه جریبه دولتي ځمکه ثبت کړې او ژمن دی چې د دولتي ځمکو ثبت سره به؛ د ټولګټو پروژو تطبیق او عملي کولو ته زمینه مساعده کړي.
###