د کور او ښار جوړولو وزارت؛ په یوه ورځ نږدې زر راستنو شویو کورنیو ته د استوګنې ځمکې ووېشلې
۱۴۴۸/۱/۲۷
د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني د ټینګار سره سم، په څلورو ولایتونو کې (۹۸۵) راستنو شویو کورنیو ته د استوګنې ځمکې ووېشل شوې.
تېره ورځ یکشنبه (یوه نۍ) د محرم الحرام په ۲۶مه د کور او ښار جوړولو وزارت د بېلا بېلو ولایتي ریاستونو له لوري، په ننګرهار، فراه، فاریاب او نیمروز ولایتونو کې (۹۸۵) راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د دایمي مېشتېدنې په موخه د استوګنې ځمکو نمرې ووېشل شوې.
له دغې ډلې، په ننګرهار ولایت کې (۶۸۱) راستنو شویو کورنیو ته د استوګنې ځمکو نمرې ووېشل شوې، چې د ورځې تر ټولو لوړه شمېره جوړوي.
دغه راز، په فراه ولایت کې (۵۹)، فاریاب کې (۱۱۰) او نیمروز ولایت کې (۱۳۵) راستنو شویو کورنیو، د استوګنې لپاره د ځمکو نمرې ترلاسه کړې.
د راستنو شویو مهاجرو لپاره د استوګنې د ځمکو وېش د هغوی د دایمي مېشتېدو او سرپناه د برابرولو په موخه ترسره کېږي او ټاکل شوې ده، چې دا لړۍ د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د راستنو شویو کورنیو لپاره دوام ومومي.
د یادونې وړ ده، چې تر دې مهاله په ټول هېواد کې ۵۹ زره او ۱۳۳ راستنو شویو کورنیو ته د استوګنې ځمکو نمرې وېشل شوې دي او د ځمکو د وېش بهیر په لا هم په چټکۍ سره روان دی.
