د متحده عربي اماراتو ښارګوټي د جامع جومات له ودانیزو چارو څخه تخنیکي څارنه ترسره شوه
۱۴۴۸/۱/۲۷
د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي لوی ریاست اړوند، د ودانیزو او بنسټیزو پروژو د تطبیق د څارنې ریاست تخنیکي ټیم د دوامدارو تخنیکي څارنو په لړ کې، د کابل ښار د پنځلسمې ناحیې د قصبې په سیمه کې، د شیخ خلیفه بن زاید آل نهیان ښارګوټي د جامع جومات له ودانیزو چارو څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه.
د څارنې پر مهال، د لومړي پوړ د چت او اصلي بیمونو د قالب تړل او د پروژې د نورو روانو ودانیزو چارو کیفیت او پرمختګ وارزول شو.
د ترسره شوې ارزونې له مخې، یادې چارې د منظور شوو نقشو، تخنیکي مشخصاتو، قرارداد او انجینرۍ معیارونو سره سم په منظم ډول روانې دي.
یاده پروژه، د کور او ښار جوړولو وزارت له لوري پلې کېږي او د پروګرامونو د انسجام محترم ریاست تر مدیریت لاندې روانه ده.
د تخنیکي څارنې، پر مهال ساحوي انجینرانو او قراردادي شرکت ته سپارښتنه وشوه، چې د پروژې ټولې چارې دې د ملي او نړیوالو ساختماني معیارونو، تخنیکي اصولو او د کار د خوندیتوب مقرراتو په بشپړ رعایت سره ترسره کړي، ترڅو پروژه په لوړ کیفیت او ټاکلي وخت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د ودانیزو پروژو د کیفیت د لوړولو، د تخنیکي معیارونو د رعایت او د معیاري جوړښتونو د رامنځته کولو په موخه، د پروژو تخنیکي څارنې په دوامداره توګه ترسره کېږي، څو ټولې پروژې د منظور شویو طرحو او نافذه اصولو سره سم پلي شي.
