د کابل ښار د میرویس ښارګوټي له وضعیت څخه تخنیکي څارنه ترسره شوه

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۰:۱۵
د میرویس ښارګوټی

۱۴۴۸/۱/۲۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي لوی ریاست اړوند، د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د دوامدارو ساحوي څارنو په لړ کې د کابل ښار د اتمې ناحیې اړوند د میرویس ښارګوټي له وضعیت څخه لومړنۍ تخنیکي څارنه ترسره کړه.

د څارنې پر مهال د ښارګوټي د عمومي پلان، استوګنیزو او سوداګریزو برخو، عامه تاسیساتو، د سړکونو شبکې، کانالیزاسیون، برېښنا او نورو بنسټیزو زیربناوو وضعیت په تخنیکي ډول وارزول شو.

همدارنګه، د ښارګوټي له مسئولینو سره تر لیدنې وروسته، د پلي شویو پلانونو، تخنیکي نقشو، د ملکیت اسنادو او نورو اړینو مدارکو د وړاندې کولو غوښتنه وشوه، څو له هر اړخیزې تخنیکي ارزونې وروسته د ښارګوټي د وضعیت په اړه بشپړ راپور د لازم تصمیم نیولو لپاره چمتو شي.

د دغې څارنې موخه د ښاري پلانونو د دقیق تطبیق ارزونه، د ودانیزو معیارونو رعایت، د ښارګوټو د تفصیلي پلانونو ساتنه، د غیرمعیاري پراختیاوو مخنیوی او د ښاري مدیریت پیاوړتیا ده.

د معیاري ښار جوړولو، د ښاري پلانونو د خوندي تطبیق او د ښاري نظم د پیاوړتیا په موخه، تخنیکي او ساحوي څارنې په دوامداره توګه ترسره کېږي، څو د ودانیزو چارو بهیر د نافذه قوانینو او تخنیکي معیارونو سره سم پر مخ ولاړ شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۲:۵۴
Background image

د بېلابېلو ساختماني پروژو له لابراتواري او ساختماني چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت د کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم، د کابل ښار په بېلابېلو ساختماني پروژو کې د روانو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۰:۱۳
Background image

په ارزګان ولایتي روغتون کې د بیړنۍ او جدي پاملرنې څانګو له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۵

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د مقام په هدایت، د دغه ریاست مسلکي ټيم د ارزګان ولایتي روغتون د بیړنۍ او جدي پاملرنې څانګو له ساختماني چارو څخه د کار د کیفیت او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۹:۵۴
Background image

په روداتو کې د مهاجرینو ښارګوټي د خط‌ اچونې او نمره ‌بندۍ چارې روانې دي

۱۴۴۸/۴/۲۵

د ننګرهار ولایت د روداتو ولسوالۍ اړوند د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د مهاجرینو ښارګوټي د خط‌ اچونې او نمره‌ بندۍ چارې په چټکۍ سره روانې دي، چې ورسره شاوخوا ۴۰ تنو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت