بلخ ولایت کې د مسکن پروژې جوړولو په موخه سلګونه جریبه ځمکه سروې شوه

۱۴۴۶/۰۹/۲۹
د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم مقام د حکم سره سم په بلخ ولایت کې د مسکن پروژې جوړولو په موخه دیارلس سوه (1300) جریبه ځمکه توپوګرافي سروې شوه.
بلخ کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عین الدین حامد وایي، تخنیکي ټیم یې دغه چاره په بلخ ولایت کې د اړوندو ادارو په همکارۍ ترسره کړه.
ښاغلی مولوي حامد وایي، یاده ځمکه د شادیانو دشتې په نوم سیمه کې سروې شوې چې، د مزار شریف ښار پنځمې ناحیې اړوند کېږي.
نوموړی وایي، د کور او ښار جوړولو وزارت د مسکن عمومي ریاست په پام کې لري چې، په یاده ساحه کې حویلۍ لرونکې نمرې او بلاکونه جوړ کړي.
د معلوماتو له مخې، یاده پروژه به د داخلي او بهرنیو پانګوالو په مټو ترسره شي چې، اوسمهال یې لومړنۍ چارې روانې دي او د ځمکې د انتقال چارې به یې اصولاً سرته ورسېږي.
د کور او ښارجوړولو وزارت هوډ لري چې، د منظمې ښاري ودې او پراختیا لپاره پرمختللي پلانونه او نقشې جوړې او دغه راز هېوادوالو ته د وسې مطابق کورونه جوړ کړي.