له ژمنې تر عمله؛ راستنېدونکو مهاجرو کورنیو ته د استوګنیزو نمرو د وېش بهیر چټک او پراخ شوی، ترڅو په خپل ټاټوبي کې باعزته دایمي ژوند پیل کړي
۱۴۴۸/۱/۶
ډېری راستنېدونکې کورنۍ له کلونو مهاجرت وروسته د اوسېدو لپاره په کور دننه مناسب ځای نه لري. دوی ته د استوګنیزو نمرو ورکول د دایمي کور جوړولو زمینه برابروي.
تازه؛ په پنځو ولایتونو کې سلګونو راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د کور او ښار جوړولو وزارت د دویمو واحدونو له لوري استوګنیزو نمرې ووېشل شوې.
تېره ورځ یکشنبه (یوه نۍ)، په پنځو ولایتونو کې ننګرهار ولایت کې ۲۸۰، په فراه ولایت کې ۱۶۵، په هلمند ولایت کې ۲۹، په بلخ ولایت کې ۲۰۳ او په فاریاب ولایت کې ۱۸۵ راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د استوګنې لپاره د ځمکو نمرې وسپارل شوې، چې ټولې ۸۶۲ استوګنیزې نمرې کېږي.
له دې سره؛ په ټول هېواد کې د ځمکو د وېش بهیر له مخې ۵۰ زره او ۲۲۵ کورنیو ته د استوګنیزو ځمکو نمرې وېشل شوې دي او دا لړۍ د راستنېدونکو مهاجرینو د دایمي مېشتېدنې او د ژوند د مناسبو اسانتیاوو د برابرولو په موخه په چټک او منظم ډول دوام لري.
د ځمکې مالکیت کورنیو ته دا فرصت ورکوي چې کورونه جوړ کړي، کوچني کاروبارونه پیل کړي او د خپل ژوند اقتصادي بنسټ پیاوړی کړي.
