د غور ولایت په مرکز کې د یو اته صنفي ښوونځي د جوړولو چارې پیل شوې
ښارجوړلو او ځمکو وزارت د غور ولایت په مرکز کې د یو اته صنفي ښوونځي د جوړولو ساختماني چارې پیل کړې.
دا یو پوړیزه ښوونځی په ۶۶۰ متر مربع ځمکه کې د ښارجوړولو او ځمکو وزارت د ۱۲ میلیونه افغانیو په ارزښت جوړیږي.
د دې ښوونځي په جوړېدو سره به زده کوونکو او ښونکو ته د زده کړو او تدریس مناسبه زمینه مساعده شي او همداراز یوشمېرې نورې کورنۍ به هم وهڅول شي څو خپل ماشومان د زده کړو لپاره یاد ښونځي ته واستوي.