په بدخشان ولایت کې د یو سړک د کانکریټ اچونې له چارو څارنه تر سره شوه
۱۴۴۶/۵/۵
په بدخشان ولایت کې د شهرې نو سیمې د روشن حمام د سړک د کانکریت اچونې د پروژې له چارو څارنه تر سره شوه.
د بدخشان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي ولي الله الهي وایي، د شهرې نو سیمې د روشن حمام سړک (۴۴۸) مټره اوږدوالي او (۱۲) مټره پلنوالي لري چې د ښاري پلان مطابق د کور او ښار جوړولو ریاست د محترمو انجنیرانو لخوا ډیزاین شوي ده.
د یادولو ده چې د کور او ښار جوړولو وزارت مرکزي او ولایتي ټيمونه د ادارو په غوښتنه پروژې ډیزاین کوي او له ودانیزو چارو یې څارنه کوي، تر څو د پلان او نقشې مطابق تر سره شي.