کندهار ولايت کې له ۱۸۰ زره جريبو څخه زياته ځمکه سروې او ثبت شوه

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۸/۲۸ - ۱۰:۳۲
کندهار

ښار جوړولو او ځمکو وزارت د دولتي ځمکو د ثبت او سروې په لړ کې د کندهار ولايت ۱۸۳۰۸۸ جريبه ځمکه او دولتي املاک سروې او ثبت کړل.

له دې ډلې څخه په کندهار ښار کې په ۸۴ قطعو کې ۴۱ جريبه سپينه دولتي ځمکه او ۳۳۸ جريبه د دولت تر استفادې لاندې عامه ملکيتونه، په ارغنداب ولسوالۍ کې په ۹ قطعو کې ۱۸ جريبه سپینه دولتي ځمکه او ۹ جريبه دولتي املاک، پنجوايي ولسوالۍ کې په ۳۴ قطعو کې ۲۰۶۳ جريبه سپينه دولتي ځمکه او ۱۰ جريبه د دولت تر استفادې لاندې عامه ملکيتونه، تخته پل ولسوالۍ کې په ۱۳ قطعو کې ۱۱۶۹۴۴ جريبه سپينه دولتي ځمکه او ۲،۹ جريبه دولتي املاک، دامان ولسوالۍ کې په ۱۲ قطعو کې ۵۵۸۴۷ جريبه سپينه دولتي ځمکه او ۱۰۹۷ جريبه د دولت تر استفادې لاندې عامه ملکيتونه، ژيړۍ ولسوالۍ کې په ۱۵ قطعو کې ۱۹۱۱ جريبه سپينه دولتي ځمکه او ۹۶،۵ جريبه دولتي املاک، سپين بولدک کې په ۲۲ قطعو کې ۳۳ جريبه سپينه دولتي ځمکه او ۳ جريبه د دولت تر استفادې لاندې عامه ملکيتونه، ميوند ولسوالۍ کې په ۱۵ قطعو کې ۴۶۳۳ جريبه سپينه دولتي ځمکه او ۳ جريبه دولتي املاک او په ډنډ ولسوالۍ کې په ۱۵ قطعو کې ۳۴ جريبه سپينه دولتي ځمکه او ۵ جريبه دولتي املاک شامل دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۳:۵۸
Background image

په جوزجان کې د غله ‌منډوي مارکېټ له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۷/۲۲

له ودانیزو پروژو څارنه او مدیریت د کور او ښار جوړولو وزارت مسؤلیت دی، چې په بشپړې ژمنتیا دغه مسؤلیت سرته رسوي.

جوزجان ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند تخنیکي ټيم د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۱:۵۳
Background image

د کابل ښار په جنگلک سیمه کې د استوګنیزو کورونو له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۷/۲۲

د ودانیزو او بنسټیزو پروژو د تطبیق د څارنې ریاست تخنیکي ټیم د دوامدارې څارنې په لړ کې، د کابل ښار د جنگلک په سیمه کې د استوګنیزو حویلیو د جوړولو له پروژې څخه لیدنه وکړه.

د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۱:۳۸
Background image

په بلخ ولایت کې د مهاجرینو ښارګوټي د اوبو د څاه د کیندلو چارې بشپړې شوې

۱۴۴۷/۰۷/۲۲

په بلخ ولایت کې د مهاجرینو په ښارګوټي کې د پاکو اوبو د تأمین په موخه د اوبو د څاه د کیندلو چارې په بریالیتوب سره بشپړې او د ګټې اخیستنې لپاره وسپارل شوې.

د دې پروژې په. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

2 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت