د خوست ولایت د مهاجرینو ښارګوټي ۱۱۲۵ جریبه ځمکې تفصیلي اصلاحي پلان لاسلیک شو
۱۴۴۸/۶/۳
د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیبالله حیات حقاني د خوست ولایت د مهاجرینو ښارګوټي تفصیلي اصلاحي پلان لاسلیک کړ، چې په ۱۱۲۵ جریبه ځمکه کې ترتیب شوی دی.
دغه پلان د ښاري معیارونو او د ښارګوټي د اوسېدونکو د اړتیاوو په پام کې نیولو سره جوړ شوی، چې موخه یې د استوګنیزو، عامه، ښوونیزو، روغتیايي او سوداګریزو فعالیتونو لپاره د مناسبو ساحو تنظیم او د اړینو ښاري خدمتونو برابرول دي.
د یاد پلان له مخې، د جوماتونو، مدرسو، وړکتونونو، لومړنیو ښوونځیو، لېسو، روغتیايي مرکزونو، تصفیې خونو، تفریحي پارکونو او نورو عامه خدمتونو لپاره ځانګړې ساحې په پام کې نیول شوې دي.
همدارنګه، د استوګنیزو او سوداګریزو فعالیتونو لپاره هم د اړتیا وړ ساحې ځانګړې شوې دي.
په دغه تفصیلي اصلاحي پلان کې د عامه تأسیساتو د مناسب ځای پر ځای کولو، د ښاري خدمتونو د لاسرسي او د ښارګوټي د نفوس او اړتیاوو په تناسب د بېلابېلو کاربریو د تنظیم اصول په پام کې نیول شوي دي.
د یاد پلان له لاسلیک سره به د خوست ولایت د مهاجرینو ښارګوټي د ښاري جوړښت د تنظیم او د اړینو استوګنیزو او عامه خدمتونو د پراختیا لپاره منظم پلانیز چوکاټ برابر شي.
