د دهمزنګ څخه تر جوی ‌شېر څلورلارې پورې د سړک تخنیکي وضعیت وڅارل شو

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۹/۱ - ۱۱:۳۰
دهمزنګ

۱۴۴۸/۶/۱۱

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت، کنټرول او ښاري سرغړونود مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار د دویمې او درېیمې ناحیې اړوند، له دهمزنګ څخه تر جوی‌شېر څلورلارې پورې د سړک تخنیکي وضعیت وڅاره.

د څارنې پر مهال د سړک عرض، د اسفالټ کیفیت، استنادي دېوالونو ټینګښت، د غره د لمنې خوندیتوب، د اوبو ایستلو سیستم او د ترافیکي خوندیتوب معیارونه وارزول شول.

د دې څارنې موخه د سړکونو د انجنیري معیارونو رعایت، د تګ راتګ د خوندیتوب ډاډ او د احتمالي تخنیکي نیمګړتیاوو پېژندل دي، څو د اړتیا په صورت کې د اصلاح لپاره لازم اقدامات ترسره شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۹/۳ - ۱۳:۵۸
Background image

د ارزګان ولایت د عامې روغتیا ریاست د اوبو د ذخیرې جوړولو له چارو تخنیکي څارنه وشوه

۱۴۴۸/۶/۱۳

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست مسلکي ټيم د یاد ولایت د عامې روغتیا ریاست د اوبو د ذخیرې جوړولو له چارو ساحوي څارنه ترسره کړه.

د څارنې پر مهال د ذخیرې د سیخ‌ تړلو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۹/۳ - ۱۰:۵۴
Background image

په کندهار کې د ابراهیم النخعي ریاست په انګړ کې د یوه جومات د جوړولو له چارو تخنیکي څارنه وشوه

۱۴۴۸/۶/۱۳

د کندهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د کیفیت د کنټرول عمومي مدیریت تخنیکي ټیم، د ساختماني معیارونو د رعایت او د پروژې د کیفیت د ډاډمنتیا په موخه، د ابراهیم النخعي ریاست. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۹/۳ - ۱۰:۲۰
Background image

د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې د مرکزي بند خونې ادارې ودانۍ چارې بشپړې شوې

۱۴۴۸/۶/۱۳

د کندهار ولایت د ارغنداب ولسوالۍ په مربوطاتو کې د زندانونو چارو د سمون ریاست اړوند د کندهار مرکزي زندان نوی جوړ شوی اداري بلاک، له تخنیکي ارزونې وروسته په رسمي ډول اړوندې. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ کال ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت