په درېیو ولایتونو کې ۵۳۰ راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د استوګنیزو ځمکو نمرې ووېشل شوې
۱۴۴۷/۱۲/۱۴
د راستنېدونکو مهاجرو د دایمي مېشتېدنې او د ژوند د اسانتیاوو د برابرولو په موخه، په درېیو ولایتونو کې سلګونو راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د استوګنیزو ځمکو نمرې ووېشل شوې.
له دغې ډلې، په ننګرهار ولایت کې ۲۰۰ راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته، په فاریاب ولایت کې ۲۸۰ کورنیو ته او په سمنګان ولایت کې ۵۰ راستنو شوو کورنیو ته استوګنیزې نمرې وسپارل شوې.
په ټوله کې ۵۳۰ راستنو شویو کورنیو ته د دایمي استوګنې لپاره د ځمکو نمرې ووېشل شوې، چې موخه یې د راستنېدونکو هېوادوالو د سرپناه ستونزې هوارول او د هغوی لپاره د مناسب ژوند زمینه برابرول دي.
تر دې مهاله په ټول هېواد کې د استوګنیزو ځمکو د نمرو د وېش شمېر (۳۵۷۱۹) پنځه دېرش زره، اووه سوه او نولس ته پورته شوی دی.
ټینګار پر دې دی، چې د راستنو شویو مهاجرو د ملاتړ او دایمي مېشتېدنې دا بهیر په چټکۍ سره دوام پیدا کړي او هڅې روانې دي چې لا ډېرو کورنیو ته ورته اسانتیاوې برابرې شي.
