زابل ښار کې د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه تخنیکي نظارت ترسره شو
۱۴۴۷/۱۲/۱۴
د زابل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د عمومي مدیر تخنیکي ټیم د ښار د دوهمې ناحیې اړوند د زاړه ښار د موجوده ساحې څخه نظارت ترسره کړ.
د نظارت په جریان کې د یادې ساحې د مارکیټونو له مالکینو سره لیدنه وشوه او هغوی ته واضح سپارښتنه وشوه چې هېڅ ډول ساختماني کار چې د پراختیايي پلان خلاف وي د منلو وړ نه دی.
همداراز اړوندو متخلفینو ته هدایت ورکړل شو چې خپل ټول ودانیز کارونه په قانوني ډول ترسره کړي او د کور او ښار جوړولو وزارت د نافذه قوانینو، مقرراتو او منظور شوو پلانونو مطابق عمل وکړي.
د ښاري نظم د ټینګښت او د غیرقانوني ودانیو د مخنیوي په موخه به د نظارت او تخنیکي څارنې چارې په دوامداره ډول روانې وي.
