لوګر کې د ده شیخ څلور لارې څخه تر ډبر پُل پورې د سړک جوړونې له چارو څارنه وشوه
۱۴۴۷/۱۲/۱۴
د لوګر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست انجینري ټیم، د ده شیخ څلور لارې څخه تر ډبر پُل پورې د سړک جوړونې له روانو چارو څخه تخنیکي نظارت ترسره کړ.
د یاد سړک ودانیزې چارې تر دې مهاله شاوخوا ۱۵ سلنه بشپړې شوې دي او کارونه د منظور شوې نقشې او تخنیکي معیارونو مطابق پرمخ روان دي.
یاده پروژه د خدر بازار څخه تر پادتخواب روغني او د برکي راجان د ده شیخ څلور لارې څخه تر ډبر پُل پورې شاوخوا ۳۲ کیلومتره سړک رانغاړي، چې د سیمې د ترانسپورتي اسانتیاوو د ښه والي او د خلکو د تګ راتګ د اسانتیا په موخه جوړیږي.
د پروژې مالي لګښت د ټولګټو وزارت له بودیجې څخه ورکول کېږي او د چارو تخنیکي نظارت به تر بشپړېدو پورې دوام ولري، څو ټول کارونه د انجینري اصولو او ټاکل شوو معیارونو مطابق ترسره شي.
