د زرنج ښار د درېیم او پنځم پلان ساحو کې د غیرقانوني ودانیو د مخنیوي په موخه تخنیکي څارنه ترسره شوه

org_admin
شنبه ۱۴۰۵/۳/۲ - ۱۵:۳۴
زرنج

۱۴۴۷/۱۲/۰۶

د نیمروز ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي تخنیکي ټیم، د زرنج ښار د درېیم او پنځم پلان ساحو کې د ښاري پلانونو د سم تطبیق او د غیرقانوني تاسیساتو د مخنیوي په موخه تخنیکي او ساحوي څارنه ترسره کړه.

د ساحوي ارزونې پر مهال څرګنده شوه، چې په یادو سیمو کې د ځینو استوګنیزو ودانیو ساختماني چارې د تخنیکي نقشو او قانوني اسنادو پرته روانې دي، چې دا چاره د نافذه ښاري اصولو او منظور شوو پلانونو خلاف عمل ګڼل کېږي.

له همدې امله د تخنیکي ټیم له لوري د پروژو مالکینو ته جدي سپارښتنه وشوه، څو ژر تر ژره د خپلو پروژو قانوني اسناد، تخنیکي نقشې او اړوند مدارک د یاد مدیریت سره شریک کړي، ترڅو د هغو پر بنسټ لازم قانوني او تخنیکي اقدامات ترسره شي.

د دغو څارنو اساسي موخه د ښاري پلانونو دقیق تطبیق، د غیرقانوني ودانیو مخنیوی، د ښاري نظم تأمین او د سالم ښاري مدیریت پیاوړتیا ده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲ - ۱۵:۳۴
Background image

د زرنج ښار د درېیم او پنځم پلان ساحو کې د غیرقانوني ودانیو د مخنیوي په موخه تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۲/۰۶

د نیمروز ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي تخنیکي ټیم، د زرنج ښار د درېیم او پنځم پلان ساحو کې د ښاري پلانونو د سم تطبیق او د غیرقانوني تاسیساتو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲ - ۱۴:۲۶
Background image

د جلال‌اباد ښار لومړۍ ناحیه کې د ښاري اصولو خلاف فعالیتونه تثبیت شول

۱۴۴۷/۱۲/۰۶

د ننګرهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د ښاري تخلفاتو د مخنیوي تخنیکي ټیم، د دوامدارو نظارتي پروګرامونو په لړ کې د جلال‌اباد ښار لومړۍ ناحیې اړوند د شیرزي لوبغالي ترڅنګ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲ - ۱۴:۱۱
Background image

په نوي کابل ښار کې د ابادۍ چارې چټکې شوې؛ د ولس د هوساینې لپاره شپه او ورځ کار روان دی

۱۴۴۷/۱۲/۶

د نوي کابل ښار د ابادۍ او پراختیا چارې په بې‌ساري ډول چټکې شوې دي او اوس د اړتیا له مخې د آن کله کله د شپې له خوا هم د پروژې کارونه دوام لري.

له کله چې د کور او ښار جوړولو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

6 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت